IQNA

عروج

په قرآن کې  د عیسی(ع)په ژوند کې تفکر/3

10:35 - December 30, 2024
د خبر لمبر: 3490384
ایکنا –د حضرت عیسی  دین ته د یهودیانو او نورو خلکو د لیوالتیا ورځ تر بلې په زیاتیدا سره،د یهودیانو مشران وویریدل او د عیسی د وژلو لپاره ئې د روم امپراتور  له ځان سره ملګری کړ. په عین حال کې  قرآن کریم بیانوي، چې په الهي مشیّت سره، د دوي د قتل نقشه انجام ته ونه رسیده.

ایکنانیوز – د حصرت عیسی دین ته د یهودیانو او خلکو د لیوالتیا  ورځ تر بلې په زیاتیدا سره ، یهود مشران وویریدل او د عیسی د وژلو لپاره ئې د روم امپراتور له ځانه سره ملګری کړ. په عین حال کې  قرآن کریم بیانوي چې په الهي مشیّت سره،ددوي د قتل نقسه ناکامه شوه او په بدل کې د اسلامی روایتونو په اساس ، د یهودا اسخریوطي په نامه یو کس د حضرت عیسی په ځای په تیروتنې سره ووژل شو.

په قرآن کریم کې دغه داستان داسې راغلی دی؛ وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا* بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا»(النساء/157-158): او  دهغه خبره ، چې ؛مونږ د خدای پیغمبر مسیح ،عیسی بن مریم وواژه:: او  حال دا چې دوي هغه ونه واژه، خو پر هغوی امر مشتبه شو او هغه کسان چې د هغه پّه باب ئې اختلاف وړ، قطعا  دهغه په  باب له شک سره مخ شوي او د هغه په باب هیڅ علم نه لری، له دې پرته چې له ګمان څخه پيروي وکړي، او یقینا هغه  ئې ونه واژه؛ بلکې خداي هغه د خپل وآخوا ته برَه بوتلو،او خدای توانا او حکیم دی:: همداراز په یوه بل آیت کې فرمائي؛ إِذْ قَالَ اللَّهُ یا عِیسَى إِنِّی مُتَوَفِّیک وَرَافِعُک إِلَی وَمُطَهِّرُک مِنَ الَّذِینَ کفَرُوا»(آل عمران/۵۵) په یاد کړه هغه مهال چې  خداوند وفرمائيل؛ ائ عیسی ، ما ته له خپل قرب ته بّره بوتلې او د کافرانو له معاشرته مو پاک کړې :: دغه آیات شریف، ددې تائيد دی چې حضرت عیسی ونه وژل شو، بلکې آسمان وآخوا ته تللی دی . یهودیان د حضرت عیسی د قتل مدعیان دي  اومسیحیانو هم ګمان کاوه، یهود عیسی په دار وځړولو، ووژل شو او له وژلې وروسته ،خداوندمتعال هغه  له قبره د آسمان وآخوا ته بیولی دی. البته په انجیل مرقس کې  په شپږم سپرکي کې د انجیل  لوقا په ۲۴سپرکي کې،او په یوحنا انجیل کې په ۲۱ سپرکي کې هم راغلی دي چې عیسی مسیح  آسمانونو ته ختلی دی( او معراج ته د همیشه لپاره لاړ.

 په کلی توګه قرآن کریم  د حضرت عیسی د نجات په باب او په مسیحیّت دین کې د هغه د رول په باب خپله خاص لیدتوګه وړاندې کوي او ټينګار کوي چې هغه په الهی فرمان سره  د دښمنانو له شره وژغورل شو او د دین د تبلیغ دنده له هغه وروسته په پیروانو  او شاګردانو په غاړه  ورغله.دغه قرآنی تفسیر په تاریخی او مذهبی روایتونو سره  له نورو سره په مخالفت کې دی او د حضرت عیسی د ماموریت او د شخیصیّت په باب له اسلام سره د مختلفو لیدتوګې ښودنه  ده.

https://iqna.ir/en/news/3491235

captcha